CRI Online

د مکسيکو کارپوهان:د امريکا له خوا سوداګريزه جګړه د چين او مکسيکو لپاره د همکارۍ نوي فرصتونه برابروي

cri     (GMT+08:00) 2018-08-15 16:05:20

د چين ، اروپايي ټولنې، مکسيکو، کاناډا او نورو مهمو سوداګريزو همکارانو سره د امريکا حکومت يو اړخيزو تجارتي جنګونو او د تعرفې جګړو په ټوله نړۍ کې پراخه نيوکې رامنځته کړې.د مکسيکو تر ټولو لوی سوداګريز بانک يعنې د بهرني تجارتي بانک له خوا خپور شوي د ۲۰۱۸ کال په درېيمه ربع کې د مکسيکو د اوضاعو په اړه تازه راپور ښيي چې د امريکا د سوداګرۍ ساتنې په موخه د شمالي امريکا د ازادې سوداګرۍ تړون د بيا تعديل کېدو په اړه خبرې اترې او د امريکا د تعرفې تګلارې د مکسيکو په وړاندې تر ټولو ستره ننګونه ده.وړاندوينه شوې چې د مکسيکو د اقتصادي زياتوالي انډول په ۲۰۱۹ کال کې صفر اعشاريه ۶ سلنه ټيټ شي.

په دې وروستيو ورځو کې په مکسيکو کې د چين د سوداګرۍ او ټېکنالوژۍ ټولنې عمومي منيجرې کارلا لويو له خبريالانو سره د مرکې په وخت کې وويل چې د امريکا له خوا پيل شوې سوداګريزې جګړې په حقيقت کې د چين او مکسيکو ترمنځ د همکارۍ لپاره نوي فرصتونه راوړل دي.

د امريکا يو اړخيزم او د سوداګرۍ ساتنې په وړاندې، د مکسيکو سوداګر په عمومي توګه دا نظر لري چې د سوداګريزو جګړو د قربانيانو په توګه بېلا بېل هېوادونه بايد خپلمنځي همکاري پياوړې کړي او د سوداګريزو جګړو له امله د بحران په وړاندې فرصتونه ومومي.مېرمن لويو وويل،د چين په مقابل کې د امريکا سوداګريزه جګړه د مکسيکو لپاره يو فرصت دی.مکسيکو کولی شي چې له دې فرصت څخه په استفادې سره له چين سره ګډه همکاري وکړي چې دا به د دواړو هېوادونو لپاره ګټه ورسوي.

د مکسيکو اقتصاد د بازار،پانګونې او انرژيو په برخو کې په امريکا خورا ډېر تړلی دی، کوم چې مکسيکو د شمالي امريکا د ازادې سوداګرۍ تړون د بيا تعديل کېدو په اړه خبرو اترو کې غير فعال پاتې دي. د مکسيکو حکومت د دې لپاره کار کوي چې د بهرني تجارت تنوع تقويه کړي. مېرمن لويو په دې اړه داسې وويل

مکسيکو بايد خپل غوره والی وکاروي، يعنې خلاص بازار او ګڼ شمېر دوه اړخيز او څو اړخيز سوداګريز موافقه ليکونه. مکسيکو اوس مهال يو له هغو هېوادونو څخه دی چې په نړۍ کې د ازادې سوداګرۍ تر ټولو ډېر تړونونه لري.

مېرمن لويو وويل چې مکسيکو بايد په ډېرو ساحو کې له چين څخه زده کړه وکړي.

مکسيکو بايد د ساينس او ټېکنالوژۍ په برخه کي له چين څخه ګټه پورته کړي، لکه د نوې انرژۍ په برخه کې د چين چټک پرمختګ، او مکسيکو يو لوی پټ بازار دی.کولی شي چې دواړه هېوادونه د موټرونو توليداتو په برخه کې همکاري پياوړې کړي.له ۴۰ کلونو راهيسې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلي کېدو له امله چين د موټرونو جوړولو په اړه خپل صنعت رامنځته کړی او مکسيکو بايد په دې ساحو کې له چين سره همکارۍ پياوړې کړي.

د مکسيکو نوي ولسمشر اندريس مانويل لوپيز اوبرادور ويلی و چې مکسيکو کې ټوپۍ او بوټونه بايد جوړ شي. په عين وخت کې هغه د مکسيکو د صنعتي او سوداګريزو ټولنو له شخصيتونو او د تصديو له يو شمېر خاوندانو سره ليدنه کتنه وکړه ترڅو د سوداګريزو ټولنو لپاره د نوي حکومت ملاتړ څرګند کړي.له دې مخکې په مکسيکو کې د چين سفارت هم څرګنده کړې ده چې د نوي حکومت چارواکو ژمنه کړې ده چې له چين سره به اقتصادي او سوداګريزه همکاري نوره هم پياوړې او زياته کړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای