د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د اګست په ۱۴ مه نېټه خبر ور کړ چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د کوريا جمهوريت د بهرنيو چارو له وزير کانګ کينګ هوا سره د تليفوني خبرو پر مهال د کوريا ټاپووزمې پر نااټومي کولو بحث وکړ او پر دې يې ټينګار وکړ چې د کوريا پر ديموکراتيک ولسي جمهوريت به په وداومه توګه فشارونه واچوي ترڅو د کوريا ټاپووزمې د نااټومي کېدل وروستی او تائيدونکی شي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې هيتر نويرټ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو ويلي چې دواړه هېوادونه به پدې هکله د نظريو تبادلې ته دوام ورکړي. نوموړې په دغې اعلاميه کې ويلي چې د امريکا او د کوريا جمهوريت ترمنځ خبرې اترې ډېرې لاسته راوړنې لرلي ، امريکا به د اړوندو خبرو اترو د ترسره کولو لپاره هڅې وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ بحثونه او خبرې اترې به عادي او نوبتي شي. امريکا د کوريا ټاپووزمې د سوله ييز ميکانيزم له جوړولو څخه ملاتړ کوي ، خو اوسمهال امريکا په عمده توګه د دغې ټاپووزمې نااټومي کولو ته پاملرنه کوي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |