CRI Online

روسي چارواکی :د امريکا پوځي پراخوالی به نړيوال امنيت او ثبات ولړزوي

cri     (GMT+08:00) 2018-08-15 16:11:32

د روسيې د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال ليابکوف د روانې مياشتې په څوارلسمه نېټه وويل د پوځي توسعې په هکله د قانون هغه لايحه چې د امريکا ولسمشر ټرمپ د روانې مياشتې په ديارلسمه نېټه لاسليک کړه ، نړيوال امنيت او ثبات به ولړزوي . د روسيې د ولسمشر مطبوعاتي سکريتر پيسکوف هم په همدې ورځ وويل چې دا بيخي بې دليله ده چې امريکا روسيه د خپل ګواښ په نوم بولی . د تاس اژانس د خبر له مخې ليابکوف د روانې مياشتې په څوارلسمه نېټه ځايي رسنيو ته وويل چې د دفاعي اختيار په هکله د قانون لايحه چې د امريکا لخوا نورو ته د ناورين نقلولو په پلمه لاسليک شوې ، نړيوال امنيت او ستراتيژيکي ارامتيا به ولړزوي . روسيه به د امريکا د دې پرېکړې څارنه وکړی او په پوځي ، سياسي او ديپلوماتيکو وسيلو به خپل امنيت وساتي . هغه زياته کړه چې د امريکا پوځي لګښتونه نور هم لوړ شوي دي چې په نتيجه کې يې پر نړيوال امنيتي سيستم تخريبي اغيزه کړې ده، د نړيوالې ټولنې لا زياتيدونکي غړي به د امريکا د بهرنۍ تګلارې په اړه انديښمن شي او د ځاني امنيت تضمين به تر نظر لاندې ونيسي . پيسکوف په همدې ورځ رسنيو ته وويل چې د امريکا د پوځی لګښتونو له ډېر لوړوالي مخکې د دوی پوځي لګښتونه له روسيې ځخه څو چنده زيات وو ، خو په داسې حال کې دا بيخي بې دليله ده چې امريکا لا هم روسيه د خپل ګواښ په توګه ګڼي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای