CRI Online

ميرکل د کډوالو په اړه د اروپايي پاليسۍ دفاع وکړه

cri     (GMT+08:00) 2018-08-15 16:36:07

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د جرمني صدراعظم انګيلا ميرکل د اګست په ۱۴مه نېټه د کډوالو په اړه د اروپايي پاليسۍ دفاع وکړه او و يې ويل چې جرمني له فرانسې، ايتاليا او اروپايي ټولنې سره په دې برخه کې همکاري کوي چې په افريقايي هېواد نايجر کې اروپا ته د تلونکو ناقانوني کډوالو ضد مبارزه وکړي.

ميرکل په همدې ورځ د ترونګيا ايالت په جينا ښار کې د جرمني له ۵۰ تنو اتباعو سره د اروپايي راتلونکي په باره کې خبرې وکړې. هغې وويل، چې اروپايي ټولنه له افريقايي هېوادونو سره د نژدې اړيکو ټينګولو ته اړتيا لري، تر څو چې اروپا ته د افريقايي کډوالو د ورتګ مخه ونيسي، ځکه اروپا د ټولو کډوالو منل نه غواړی او دغه توان نه لري.

ميرکل به د روانې مياشتې په ۱۵مه نېټه د ناجير له ولسمشر محمد يوسف سره ملاقات وکړي چې د کډوالو مسئله به په دې کتنه کې يوه مهمه موضوع وي.

بر سيره پر دې ميرکل د کډوالو په اړه د اروپايي ټولنې او ترکيې ترمنځ د لاسليک شوي تړون دفاع هم وکړه او و يې ويل چې دغه تړون د (( ورکونې او تر لاسه کونې )) تړون دی. اروپايي ټولنه د کډوالو مسئلې د حل په برخه کې مرستندويه پانګې ترکيې ته ورکوي، له دې لارې به د اروپا پر لور د تلونکو کډوالو شمېر به کم شي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای