CRI Online

د شينجيانګ د علا غر بندر له لارې د چين او اروپا ترمنځ د تګ راتګ اورګاډيو شمېر له ۶ زرو نه واوښت

cri     (GMT+08:00) 2018-08-15 16:48:46

سينهوا اژانس د علا غر ګمرک د معلوماتو له مخې خبر ورکړ چې د اګست په ۱۴مه نېټه د علا غر بندر له لارې د چين او اروپا ترمنځ ۶۰۳۱ ځلې اورګاډيو تګ راتګ کړی دی.

د علا غر بندر چې د شينجيانګ د بورتالا د مغولي قوم په کورواکه سيمه کې پروت دی، د چين په شمال لويديځ کې تر ټولو لوی ځمکنی بندر دی او له قزاقستان سره نژدې دی. په ۱۹۹۰ کال کې د علا غر بندر جوړ شوی او د قزاقستان له دروزهبا بندر سره يې اوسپنيزه لار پرانيسته. په ۲۰۱۱ کال کې په علا غر بندر کې د ګمرکي مالياتو ساتل کېدونکې سيمه جوړه شوه. اوس هر کال د نوموړي بندر له لارې د چين او اروپا ترمنځ د تګ راتګ اورګاډيو شمېر د چين د نړيوالو بار وړونکو اورګاډيو اويا سلنه برخه نيسي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای