CRI Online

امريکا د بهرنيو پانګوالو د ننوتلو شرايط لوړ کړي، آيا دغه هېواد غواړي خپلځان بند کړي؟

cri     (GMT+08:00) 2018-08-15 17:27:14

سل کاله دمخه روسي ليکوال چيکحوف يو ناول ليکلی دی، په دغه ناول کې کرکټر د نوښت، ټولنيزې ودې او تاريخي جريان مخه نيسي. سل کاله تېر شوي،خو دغه ډول کسان اوس هم د نړۍ تر ټولو پياوړي هېواد کې شته.

په دې وروستيو ورځو کې امريکا په دغه هېواد کې د بهرنيو پانګونو د خطرونو ارزولو د اصلاحاتو قانوني مسوده خپره کړه .دا له نږدې لسو کلونو راهيسې لومړی ځل دی چې د امريکا د بهرنيو پانګونو کمېټه اداري حقونه اصلاح او تقويه کوي چې له مخې به يې د هغو بهرنيو پانګوالو په اړه څارنه لاسخته شي چې غواړي امريکا کې پانګونه وکړي.

په حقيقت کې د بهرنيو پانګوالو په اړه د امريکا امنيتي څارنه له پخوا راهيسې موجوده ده. د امريکا د بهرنيو پانګونو کمېټه کومه چې په ۱۹۷۵ کال کې جوړه شوې، د شرکتونو د پانګونو او اخيستلو د پرېکړې واک لري او له ۱۹۷۵ کال راپدې خوا يې د امريکا پر ملي امنيت د بهرنيو پانګوالو د خطرونو د څارنې ميکانيزم څو څو ځلې تعديل کړی دی. د بهرنيو پانګونو د امنيتي څارنې په هکله د امريکا دليل دا دی چې بايد خپل ملي امنيت خوندي وساتي،خو اصلي لامل دا دی چې امريکا نه غواړي د خپلو بېلابېلو چارو غوره والی او د تخنيکي نوښت توان له نورو هېوادونو وروسته پاتې شي.

ځيني څېړونکي پدې نظر دي چې د امريکا لخوا د بهرنيو پانګونو محدوديت به په لنډه موده کې د امريکايي تصديو د پرمختګ فرصتونه او د امريکايانو روزګار کم کړي او په اوږده موده کې به د امريکا د بېلابېلو چارو پر پرمختګ او تخنيکي نوښت ناوړه اغېزه وکړي.

چيني تصدۍ د امريکا د ياد تدبير له امله ډېرې زيانمنې شوې دي. د روان کال په اپريل کې د نيويارک روديوم ګروپ او د امريکا او چين د اړيکو ملي کمېټې لخوا په ګډه خپور شوی رپوټ ښيي، چې په ۲۰۱۷ کال کې چيني تصديو په امريکا کې ۲۹ مليارډ ډالره پانګونه کړې چې دغه شمېر د ۲۰۱۶ کال په پرتله ۳۵ ٪ کم شوی دی.

د امريکا په پرتله چين د ورخلاصون د پياوړتيا لپاره ډېر ګامونه پورته کړي دي. په تېر جون کې چين د ۲۰۱۸ کال لپاره د بهرنيو پانګوالو د ننوتلو شرايط خپاره کړل چې د ۲۰۱۷ کال په پرتله يې۱۵ شرايط کم کړي دي.

د چين د سوداګرۍ وزارت ښمېره ښيي،د روان کال په لومړۍ نيمايي کې په چين کې ۲۹۵۹۱ نوې تصدۍ جوړې شوي چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۹۶.۶٪ زياتوالی ښيي.

د امريکا حکومت د خپل ملي امنيت د ساتلو په پلمه د بهرنيو پانګوالو د ننوتلو شرايط په پرله پسې توګه لوړ او سخت کړل ، خو دغه پلمه ناسمه ده، په حقيقت کې ايسولېشنيزم ( جلاشوې) او د سړې جګړې فکرونه چې ورڅخه د امريکا ځيني کسان ملاتړ کوي ، د امريکا د ملي امنيت پر وړاندې تر ټولو لوی دښمنان دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای