CRI Online

ترکيه پر ځينو امريکايي توليداتو باندې اضافي ماليات لګوي.

cri     (GMT+08:00) 2018-08-15 20:28:30

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، ترکيې د اګست په پنځلسمه نېټه يو ولسمشريز فرمان ورکړ چې له مخې به يې پر ځينو امريکايي توليداتو باندې اضافي ماليات ولګول شي. د دغه فرمان له مخې به پر شرابو ۱۴۰٪ ماليات، پر موټرونو به ۱۲۰٪ ماليات، پر سيګريټ او د ښځو د ښکلا او سينګار پر سامانونو به ۶۰٪ ماليات او پر وريژو به ۵۰٪ ماليات ولګول شي.

د ترکيې د ولسمشر مرستيال فواټ اوکتای په ټويټر کې څرګنده کړه چې پر امريکايي توليداتو باندې د اضافي مالياتو د لګولو لامل دا دی چې امريکا د سوداګرۍ د متقابل امتياز له اصل څخه سرغړونه کوي او د ترکيې اقتصاد ته ماتې ورکوي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای