CRI Online

د افغان ځواکونو پر يوې پوځي اډې د طالبانو بريد له امله ۴۵ کسان وژل شوي دي.

cri     (GMT+08:00) 2018-08-15 21:15:46

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د طلوع خبري ويبپاڼې د اګست په ۱۵مه نېټه خبر ورکړ چې وسله والو طالبانو څو ورځې مخکې د افغانستان د بغلان ولايت د افغان ځواکونو پر يوې نظامي اډې بريد وکړ چې له امله يې د امنيت ساتي ځواکونو لږ تر لږه ۴۵ کسان وژل شوي دي.

د سرچينې د خبر له مخې، دغه بريد د اګست د ۱۴مې نېټې په شپه شوی او دغه اډه د بغلان ولايت د مرکز بغلان ښار کې پرته ده. په وژل شويو کسانو کې د افغان ځواکونو ۳۵ سرتيري او ۱۰ سيمه ييز پوليس شامل دي.

ځايي سرچينې په ۱۵مه نېټه خبر ورکړ چې امکان شته چې ياده اډه د وسله والو طالبانو لخوا نيول شوې وي او د دغې اډې په شاوخوا سيمه کې د امنيت د تلاشۍ پوستې هم ويجاړې شوې دي او دغې سيمې ته د تګ راتګ لار د طالبانو لخوا بنده شوې ده.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای