CRI Online

کابل کې پر يو ښوونيز مرکز د ځانمرګي بريد له امله ۴۸ کسان وژل شوي

cri     (GMT+08:00) 2018-08-16 09:50:52

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د عامې روغتيا وزارت يوې سرچينې د اګست په ۱۵ مه نېټه سينهوا اژانس ته وويل، چې د همدې ورځې په ماسپښين په کابل کې پر يو ښوونيز مرکز د ځانمرګي بريد له امله د همدې ورځې د شپې تر اوو بجو پورې ۴۸ کسان وژل شوي او ۶۷ نور ټپيان دي.

نوموړي وويل، دغه ښوونيز مرکز د کابل په لويديځ ۱۸ مه حوزه کې واقع دی او په وژل شوو کسانو او ټپيانو کې د دغه مرکز ډېر زده کوونکي شامل دي.

ځايي رسنيو خبر ورکړ چې دغه بريد د دغې حوزې د شيعه ګانو په موخه دی او په دې وروستيو کلونو کې لومړی ځل دی چې افراطي ډلې ښوونيز مرکز او زده کوونکي د خپل بريد موخه ګرځوي.

تراوسه پورې کومې ډلې د دغې پېښې مسئوليت نه دی منلی.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای