د ګو يان هوا شيانګ په نوم ښکلې علاقه داري د چين د جه جيانګ د جنوب لوېديځ په غرنۍ سيمه کې پرته ده او جلبونکې منظرې او ژور کلتوري بنسټ لري. د وړتياوو طبيعي او کلتوري چاپېريال په لرلو سره، دغې سيمې د هنر او سيلانۍ چارو د پرمختګ لپاره ډېر کوښښونه کړي او کوي يې. په ۲۰۱۷ کال کې دغې سيمې نږدې ۱۷۳ مليونه کورني او بهرني سيلانيان جلب کړي چې دغه شمېر د ۲۰۱۶ کال په نسبت ۸ سلنه زيات شوی.
دغې سيمې ته د سيلانيانو شمېر په زياتېدو سره د ځايي اوسېدونکو عايدات هم لوړ شوي. له ۲۰۰۶ کال څخه تر ۲۰۱۷ کال پورې، د دې علاقه دارۍ په منظره لرونکې مرکزي سيمه کې د بزګرانو منځني عايدات له درېيو زرو يوانو څخه درويشت زرو يوانو ته لوړ شوی دی. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |