CRI Online

سپينې ماڼۍ :امريکا به د ترکيې د فولادي او المونيومي توليداتو اضافي ګمرکي ماليات لغوه نه کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-08-16 10:55:06

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، دامريکا د سپينې ماڼې وياندې سارح ايليزبيث هوکابي ساندرس د اګست په ۱۵ مه نېټه وويل، چې ان که ترکيه امريکايي پادري اندرو برونسن خوشي هم کړی، امريکا به بيا هم د ترکيې پر فولادي او المونيومي توليداتو لګول شوي اضافي ګمرکي ماليات لغوه نه کړي.

نوموړې په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د مالياتو لوړولو په اړه د امريکا پرېکړه د خپل ملي امنيتي ګټو په موخه ده او د ترکيې پر دوو وزيرانو د امريکا بنديزونه د ترکيې لخوا د پادري برونسن د نيولو له امله دغه هېواد ته د ځواب ورکولو په موخه دي. نوموړې د ترکيې مقابلوي تدبيرونه ناسم اقدام او له امريکا څخه د انتقام اخيستنه وبلله.

همدارنګه نوموړې زياته کړه چې امريکا د ترکيې اقتصادي وضعيت او د دغه هېواد د پيسې ليرې ټيټېدو ته توجه کوي، خو د ترکيې اقتصادي ستونزه له پخوا راهيسې موجوده ده او د امريکا د فشارونو له امله نه ده رامنځ ته شوې.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای