CRI Online

انټونيو ګوټريس د اسرائيلو او غزې سيمې ترمنځ د مالونو د ليږدراليږد لپاره د يوازيني بندر د بيا پرانيستنې هرکلی وکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-08-16 14:41:38

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م سرمنشي انټونيو ګوټريس د اګست په ۱۵ مه نېټه د اسرائيلو د هغې پرېکړې هرکلی وکړ چې له مخې يې کيريم شلوم بندر بيا پرانيستل شو او د غزې سيمې د کب نيونکو د کب نيولو ساحه پراخه شوه.

نوموړي د خپل وياند له لارې د يوې اعلاميې په خپرولو سره له بېلابېلو خواوو څخه وغوښتل چې د م م او مصر د منځګړيتوب له کارونو څخه ملاتړ وکړي، د اوضاعو د خرابېدو مخه دې ونيسي او په ګډه دې د غزې سيمې د بشري ستونزو د حل لپاره هڅې وکړي.

د اسرائيلو دفاعي ځواکونو د اګست په ۱۵ مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې اسرائيل د همدې ورځې د سهار په نهو بجو په بشپړه توګه د غزې سيمې او اسرائيلو ترمنځ کيريم شلوم بندر چې د دواړو خواوو ترمنځ د مالونو د ليږد راليږد لپاره يوازينی بندر دی ، بيا پرانيست او د غزې سيمې د کب نيونکو د کب نيولو ساحه يې پراخه کړه.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای