د بېجينګ ځوانانو ورځپاڼې د خبر له مخې، د ۲۰۱۸ کال د روبوټ نړيواله غونډه د اګست په ۱۵ مه نېټه د بېجينګ د يي جوانګ سيمې د نړيوالو نندارتونونو په مرکز کې پرانيستل شوه. د دغې غونډې اصلي موضوع دا ده چې په ګډه سره د پوهې نوی ابتکاري قوت پيدا کړو او د ورخلاصون د نوې زمانې له نعمت څخه برخمن شوو. د دې غونډې پر مهال به فورم،د روبوټونو نندارتون او سيالي ترسره شي او د روبوټ د توليدي چارو په برخه کې د بېجينګ او ټولې نړۍ نوې لاسته راوړنې وړاندې شي.
دغه غونډه به د اګست تر ۱۹ مې نېټې پورې دوام ولري.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |