د سينهوا اژانس د خبر له مخې، قطر د اګست په ۱۵ مه نېټه اعلان وکړ چې ترکيې ته به ۱۵ مليارډ ډالر اقتصادي مرسته برابر کړي او له دې سره به دغه هېواد ته د ليرې له ډېرو ټېټېدو او پر دغه هېواد د امريکا له بنديزونو سره د مقابلې مرستې برابرې شي.
د قطر د بهرنيو چارو وزارت وياند وويل، په دغو ۱۵ مليارډو ډالرو کې د اقتصادي پروژو پانګې هم شاملې دي. د ترکيې سياسي او اقتصادي خونديتوب د ټولې سيمې د ثبات لپاره ډېر مهم دی.
د قطر خبري اژانس خبر ورکړ چې په همدې ورځ د قطر امير شيخ تميم حمد بن خليفه آل ثاني ترکيې ته سفر وکړ او د ترکيې له ولسمشر رجب طيب اردوغان سره يې خبرې اترې وکړې.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |