CRI Online

د فلسطين ولسمشر د امريکا له تړون سره بيا مخالفت څرګند کړ

cri     (GMT+08:00) 2018-08-16 16:03:00
د فلسطين ولسمشر د امريکا له تړون سره بيا مخالفت څرګند کړ

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د فلسطين ولسمشر محمود عباس داګست په ۱۵مه نېټه پر دې ټينګار وکړ، فلسطين به تر هغه وخت پورې د منځني ختيځ د سوله ييز بهير په اړه د امريکا لخوا وړاندې شوې د پېړۍ له تړون سره مخالفت وکړي چې دغه تړون ناکام شي.

عباس په همدې ورځ په رام الله کې د فلسطين د ازادي غوښتنونکي سازمان د مرکزي کمېټې په يوه غونډه کې وويل، موږ لومړی کسان يوو چې له ياد تړون سره مخالفت او مقابله کوو. موږ به ورسره مقابلې ته دوام ورکړو چې دغه تړون ناکام شي.

عباس په عين وخت کې د اسراييلو لخوا د يهوديانو د استوګنځيو د جوړولو پلان وغانده او و يې ويل، فلسطين به دې کار ته اجازه نه ورکړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای