د ۱۸مې دورې د اسيايي سپورټي لوبو لپاره د چين پلاوي د اګست د ۱۶ مې نېټې په سهار د اندونيزيا په جاکارتا کې د لوبغاړو په استوګنيزه سيمه کې د ملي بيرغ د اوچتولو مراسم تر سره شول. د چين د سپورټ د ملي ادارې مشر ګوه جونګ ون په مشرۍ د لامبووهلو، جمناستيک، باسکتبال او اس ځغلولو په شمول د ځينو لوبو لوبغاړو په دغو مراسمو کې ګډون کړی و.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |