CRI Online

نړيوال پانګه اچوونکي او سوداګر،د چين د پرمختګ ګړندي موټر ته ښه راغلاست

cri     (GMT+08:00) 2018-08-16 21:09:22

چين په دې وروستيو ورځو کې د جولای مياشت اقتصادي انډول اعلان کړ چې له مخې يې د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت ۲۶۰۲ مليارډو ۸ سوو مليونو يوانو ته رسېدلی چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۲ اعشاريه ۵ سلنه زيات شوی او د زياتوالي سرعت يې د تېر جون په پرتله ۸ اعشاريه ۲ سلنه زيات شوی دی.په ياده شمېره کې صادراتي ارزښت ۱۳۸۹ مليارډو ۹ سوو مليونو يوانو ته رسېدلی چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۶ سلنه زيات شوی او د تېر جون په پرتله ۳ سلنه لوړ شوی دی او په کې وارداتي ارزښت ۱۲۱۲ مليارډو ۹ سوو مليونو يوانو ته رسېږي چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۰ اعشاريه ۹ سلنه زيات شوی او د تېر جون په پرتله ۱۴ اعشاريه ۹ سلنه زيات شوی دی. واردات او صادرات د ۱۷۷ مليارډو يوانو د سوداګريز مثبت توازن له امله د تېر جون په پرتله ۸۳ مليارډه ۹ سوه مليونه يوانه کم شوي.

په تېرې جولای کې د چين وارداتي او صادراتي ارزښت په چټک ډول زيات شوی او د سوداګريز مثبت توازن له کمښت څخه څرګندېږي چې د چين ورخلاصون تګلارې نړۍ ته لاډېره ګټه رسولې ده.لکه څنګه چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نړيوال اقتصادي فورم په ۲۰۱۷ کلنۍ غونډه کې وويل چې د چين پرمختګ د نړۍ لپاره يو فرصت دی. خو چين به د " ناروغې سترګې" ژمنې ونه کړي. د ټولو هېوادونو خلکو ته ښه راغلاست وايي چې د چين د پرمختګ ګړندي موټر واخلي. د روان کال په اپرېل کې د بواو اسيايي فورم په ۲۰۱۸ کلنۍ غونډه کې د رئيس شي جين پينګ له خوا د ورخلاصون د نوي پړاو تدبيرونو تر اعلان کېدو وروسته بېلا بېل تدبيرونه په وار سره پلي شوي او په جلا جلا توګه د ورخلاصون ژمنې پوره شوې دي.د روان کال په دوهمه نيمايي کې به چين نړۍ ته دوه لويې ګټې ورسوي: لومړی، د پانګې اچونې بازار به نور هم پرانيزي. دوهم، په شانګهای کې به د نړيوالو وارداتو په اړه د چين لومړی نندارتون تر سره شي او د ګردې نړۍ د سوداګريزو همکارانو لپاره به لاپراخ بازار او د معاملې ميدان برابر او د بازار نوی غوښتنه به وړاندې کړي.

په عين وخت کې، د چين نړيوال سوداګريز همکاران به د نومبر په مياشت کې د چين له ياد نندارتون څخه ډېرې ګټې هم ترلاسه کړي.په نړۍ کې د وارداتو په اصلي موضوع د هېواد په کچه د لومړي نندارتون په توګه به د نن ورځې د نړيوالې سوداګرۍ او همکارۍ د پياوړتيا لپاره فعال رول ولوبوي.تر اوسه پورې د ۱۳۰ هېوادونو او سيمو څه د پاسه ۲۸۰۰ تصديو په ياد نندارتون کې د ګډون لپاره خپل نومونه ثبت کړي دي. اټکل کېږي چې د نړۍ ۱۵۰ زره پيرودونکي به په ياد نندارتون کې ګډون وکړي.د خبر له مخې،تر اوسه پورې څه د پاسه ۳۰ بهرنيو تصديو لا دمخه په راتلونکي کال کې د چين د وارداتو نړيوال نندارتون کې د ګډون لپاره نومونه ثبت کړي دي.

ګډون کوونکي پوهېږي چې د ژوند د ښه کيفيت او د اقتصاد لوړ کيفيت لرونکي پرمختګ د لټولو په اړه د چينايانو غوښتنې د نړيوال مصرفي بازار د پرمختګ نوی خوځنده ځواک او د بېلا بېلو هېوادونو د تصديو لپاره د شتمنيو جوړولو فضا ګرځي. اټکل کېږي چې له ۲۰۱۷ کال څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې به چين د ۸ زره مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت توليدات وارد کړي او د ۶۰۰ مليارډو امريکايي ډالرو بهرنۍ پانګې به راجلبې کړي. د بهرنيو پانګونو عمومي اندازه به ۷۵۰ مليارډو امريکايي ډالرو ته ورسېږي او بهر ته د سيلانيانو شمېر به له ۷ سوو مليونو تنو څخه واوړي . په داسې حال کې چې نړيوال تجارت او پانګه اچونه د سوداګرۍ ساتنې او يو اړخيزم تګلارې سره مخ دي، بې له شکه د چين ياد معلومات د بېلا بېلو هېوادونو د تصديو باور ته وده ورکوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای