د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اګست په ۱۶ مه نېټه په بېجينګ کې د پاکستان د مشرانو جرګې له رئيس مير صادق خان سنجراني سره وکتل .
وانګ يي په دغه کتنه کې وويل، چې په پاکستان کې ټولټاکنې تازه ترسره شوې دي، باور لرو چې د پاکستان د نوي حکومت تر مشرۍ لاندې به د دغه هېواد د ابادۍ چارې نوې لاسته راوړنې ولري. چين به په مداومه توګه په هغه برخه کې له پاکستان څخه ملاتړ وکړي چې د ملي حاکميت او د پرمختګ حقونه او ګټې وساتي،په ګډه به د چين او پاکستان اقتصادي دهليز جوړ کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ هراړخيزې ستراتېژيکې اړيکې به لاپراخې کړي.
مير صادق خان سنجراني وويل، له چين سره د دوستانه اړيکو ساتل د پاکستان د ديپلوماتيکو تګلارو بنسټ او د بېلابېلو ټولنو له ګډ نظر سره سمون لري او دغه تګلاره به ونه بدل شي. د پاکستان نوی حکومت به له چين سره په ګډه د يو کمربند او يوې لارې او د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز د جوړولو لپاره هڅې وکړي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |