CRI Online

لي که چيانګ د چين د دولتي شورا د نوبتي غونډې مشري وکړه،د چانګ چون چانګ شنګ شرکت د ناروغۍ ضد واکسين د قضيې په اړه يې د پلټنې رپوټ واوريد او پدې اړه يې لازمې پرېکړې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2018-08-17 11:49:41

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ د اګست په ۱۶ مه نېټه د چين د دولتي شورا د نوبتي غونډې مشري وکړه،د چانګ چون چانګ شنګ شرکت لخوا د ناروغۍ ضد واکسين د ناقانونه توليد د قضيې په اړه يې د پلټنې رپوټ واوريد او په دې اړه يې لازمې پرېکړې وکړې.

په دغه غونډه کې ويل شوي چې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې او دولتي شورا په غوښتنې د دولتي شورا څارونکې ډلې د جي لين ولايت د چانګ چون چانګ شنګ شرکت لخوا د ناروغۍ ضد واکسين د ناقانوني توليد په اړه پلټنه بشپړه کړه او نتيجه يي ښيي چې د دغې قضيې په تړاو تصدۍ د خپلو ګټو لپاره له قوانينو څخه سخته سرغړونه کړې او د نظارت حکومتي ادارې هم د کارونو په بهير کې خپل مسئوليت نه دی ادا کړی. اوس د دغې قضيې په اړه شکمنو مجرمينوپر وړاندې دعوا وړاندې شوې ده. په دغه غونډه کې تائيد شوي چې مجرمين به په جدي توګه د قانون منګولو ته وسپارل شي، د ناروغۍ ضد معيارو واکسينونو عرضه به تامين شي، له اړوندو تصديو څخه به د کارونو د اصلاحاتو غوښتنه وشي، د هېواد په ټولو واکسين توليدونکو تصديو کې به د توليدي چارو په اړه پلټنې پياوړې شي او اړوند قوانين ، د نظارت سيستم او ميکانيزم به بشپړ شي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای