د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون رئيس شي جين پينګ د چيني ډاکټرانو د لومړي اختر په درشل کې مهمه وينا وکړه اوويې ويل چې د چين طبي کارکوونکو له اوږدې مودې راهيسې د کمونېست ګوند له غوښتنې سره سم د خلکو د روغتيا ساتلو لپاره خدمتونه ترسره کړي، د ناروغيو د مخنيوي او درملنې، طبي کارکوونکو د روزنې، او د طبي ساينس د پرمختګ په برخو کې يې مهم رول لوبولي او ډېر برياليتوبونه يې ترلاسه کړي دي. د هر کال د اګست ۱۹ مه نېټه د چيني ډاکټرانو د اختر په توګه ټاکل شوې او له دې څخه څرګنديږي چې د چين کمونېست ګوند روغتيايي کارونو ته په ډېره درنه سترګه ګوري او د طبي کارکوونکو لاسته راوړنې ستايي.
هيله ده چې طبي کارکوونکي نور هم خپلو هڅو ته دوام ورکړي ، د خکلو د روغتيا ساتلو لپاره نوي خدمتونه ترسره کړي او د چين د روغتيايي چارو د نوي پرمختګ لپاره هڅې وکړي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |