CRI Online

امريکا پر ايران د بنديزونو لګولو چارو په اړه ځانګړې عملياتي ډله جوړه کړه

cri     (GMT+08:00) 2018-08-17 14:44:49

د سينهوااژانس د خبر له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت داګست په ۱۶ مه نېټه" د ايران په اړه د عملياتي ډلې "د جوړېدو اعلان وکړ چې په ځانګړي توګه به پر ايران د بنديزونو لګولو په اړه تفصيلي تدبيرونه عملي کړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو په همدې ورځ يوه خبري ناسته کې وويل، چې د ايران حکومت له نږدې څلوېښتو کلونو راهيسې د امريکا او د دغه هېواد د ملګرو هېوادونو لپاره خنډونه جوړ کړي، د ايران اټومي تړون د دغه هېواد د اټومي او زورزياتي کړو وړو مخه نه شي نيولی. د ايران حکومت بايد د هېواد په بهر او دننه کې په خپلو کړو وړو کې لوی بدلونونه رامنځته کړي . "د ايران په اړه عملياتي ډله " به د امريکا د بهرنيو چارو وزارت او نورو حکومتي ادارو ترمنځ همکارۍ همغږي کړي او د ايران په اړه د امريکا د پاليسۍ د برياليتوب لپاره به هڅې وکړي. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د تګلارو جوړولو مشر بريان هوک به د دغې ډلې د مسئول په توګه يعنې د ايران مسئلې په اړه د ځانګړي استازي په توګه دنده ترسره کړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای