CRI Online

د ۲۰۱۸م کال لپاره د يو کمربند او يوې لارې د پوهنې ملکيت حق لوړ پوړې غونډه به د اګست له ۲۸مې تر ۲۹مې نېټې پورې په بېجينګ کې تر سره شي.

cri     (GMT+08:00) 2018-08-17 14:51:00

د چين د پوهنې ملکيت حق ملي ادارې د اګست په اوولسمه نېټه خبر ورکړ چې د ۲۰۱۸م کال لپاره د يو کمربند او يوې لارې د پوهنې ملکيت حق لوړ پوړې غونډه به د اګست له ۲۸مې نېټې څخه تر ۲۹مې نېټې پورې په بېجينګ کې تر سره شي. تر اوسه پورې، په دغه غونډه کې د ګډون لپاره د څه باندې څلوېښتو هېوادونو اړوند ارګانونه، نړيوالې او سيمه ييزې موسسې ثبت شوې دي. په دغه غونډه کې به بېلا بېلې خواوې په ټوله نړۍ کې د پوهنې ملکيت حق د اوسنيو پرمختيايي حالاتو، د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو په اړه د پوهنې ملکيت حق د مسئلو او په راتلونکې کې د همکاريو په اړه د يو لړ مسئلو په اړه ژور بحث او د نظر تبادله وکړي.

د معلوماتو له مخې، په دغه غونډه کې به د پوهنې ملکيت حق په کارولو سره د توليدي چارو د تعديل او د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو د اقتصادي پرمختګ د پياوړتيا او د ډيجيټل په زمانه کې د پوهنې ملکيت حق د نړيوال سيسټم پر وړاندې د نويو ننګونو د لرې کولو په هکله د قانون، تګلارې او ازموينې په شمول د ګڼ شمېر مطالبو په اړه کابو دېرش ويناوې وشي او د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې به د پوهنې ملکيت حق په اړه د اغيزمنو همکاريو د پياوړتيا په اړه يوه ګډه اعلاميه خپره شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای