د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د عراق ځواکونو د اګست په شپاړسمه نېټه څرګنده کړه چې د دغه هېواد جنګي الوتکو څو ورځې مخکې د سوريې په قلمرو کې د داعش پر يوه مرکز بريد وکړ او يو شمېر ترهګر يې ووژل.
د عراق د ګډو عملياتو قوماندانۍ په يوه لنډه اعلاميه کې خبر ورکړ چې د عراق څو اېف - ۱۶ ډوله جنګي الوتکو د دقيقو معلوماتو له مخېد سوريې په قلمرو کې هوايي بريد وکړ چې له امله يې د داعش يوه قومانداني ويجاړه او هغه ترهګر وژل شوي چې ښايي څو ورځې وروسته پر عراق ترهګريز بريد وکړي.
په دغه اعلاميه کې د دغه هوايي بريد د وخت او ځای په اړه جزئيات نه دي څرګند شوي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |