CRI Online

د ايپيک رپوټ: په اسيا او د ارام سمندر په سيمه کې سوداګريز چاپيريال ښه شوی

cri     (GMT+08:00) 2018-08-17 15:24:44

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان (APEC)د تګلارو ملاتړ ډلې د اګست په ۱۶ مه نېټه يو رپوټ خپور کړ او دغه رپوټ ښيي،په تېرو دوو کلونو کې په اسيا او د ارام سمندر په سيمه کې سوداګريز چاپيريال ښه شوی، په داسې حال کې چې د اوسني نړيوال اقتصادي وضعيت نامعلومتياوې زياتې شوي، د سوداګريز چاپيريال ښه والی به د سيمې د سوداګريزې او اقتصادي ودې لپاره ګټور وي.

په دغه رپوټ کې راغلي،چې د ايپيک د غړو لخوا د سوداګريز چاپيريال د ښه والي پلان په تطبيق سره په تېرو دوو کلونو کې په اسيا او د ارام سمندر په سيمه کې سوداګريز فعاليتونه په لااسانه توګه ترسره شوي، ياد پلان په عمده توګه د پورونو اخيستلو، د کاروبار جوړولو او نړيوالې سوداګرۍ په شمول پر پنځو برخو تمرکز کوي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای