CRI Online

د امريکا د ماليې وزير: پر ترکيې به لانور بنديزونه هم ولګوو

cri     (GMT+08:00) 2018-08-17 15:26:45

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د ماليې وزير ستيفن تيرنير منوچين د اګست په ۱۶ مه نېټه په سپينې ماڼۍ کې د کبينې په غونډه کې وويل، چې که ترکيه امريکايي پاردي اندرو برونسون خوشی نه کړي، امريکا به پر دغه هېواد لانور بنديزونه هم ولګوي.

نوموړي پر دې ټينګار وکړ چې امريکا د ترکيې د کبينې پر څو غړو بنديزونه لګولي دي، که ترکيه برونسون ژر خوشی نه کړي ،امريکا به پر دغه هېواد لازيات بنديزونه ولګوي.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په همدې غونډه کې وويل، چې ترکيې دا نه ده ثابته کړې هغه د امريکا ښه ملګری دی.

د سپينې ماڼۍ وياند سارا سندرس په ۱۵ مه نېټه په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې که ترکيه برونسون او نور نيول شوي امريکايان خوشي کړي، امريکا به پر ترکيې د بنديزونو پر لغوه کېدو غور وکړي، خو امريکا به د ترکيې د فولادي او المونيومي توليداتو اضافي کمرکي ماليات لغوه نه کړي ، ځکه دغه ماليات د امريکا د ملي امنيت د ساتلو په موخه لګول شوي دي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای