CRI Online

چين د پرله پسې پنځم کال لپاره د صنعتي روبوټ د کارولو په برخه کې د نړۍ لوموړی لوی بازار ګرځيدلی

cri     (GMT+08:00) 2018-08-17 15:29:02

د بېجينګ ځوانانو ورځپاڼې د خبر له مخې، د ۲۰۱۸ کال د روبوټ نړيوالې غونډې ستر فورم د اګست په ۱۶ مه نېټه پيل شو، د چين د صنعت او معلوماتي ټکنالوژۍ مرستيال وزير شين ګوه بين په دغه فورم کې د رپوټ د وړاندې کولو پر مهال وويل چې تېر کال په چين کې د صنعتي روبوټ د پلورلو شمېر ۱۴۱ زرو ته رسيدلی او له دې سره چين د پرله پسې پنځم کال لپاره د صنعتي روبوټ د کارولو په برخه کې د نړۍ لوموړی لوی بازار ګرځيدلی دی. نوموړي وويل،د روان کال په لومړيو اوو مياشتو کې په چين کې د صنعتي روبوټ د توليد اندازه ۲۱ ٪ زياته شوې ده، د چين د صنعتي چارو د روبوټي کېدو سويه ډېره پټه قوه لري، چين هيله لري چې په دې اړه د نوښت په برخه کې نړيوالې همکارۍ لاپراخې کړي.

د روبوټ د نړيوالې غونډې ستر فورم به درې ورځې دوام ولري. دغه فورم به نن او سبا د بنسټيزو تخنيکونواو نوښت، ځيرک او د بازار د لرليد او پانګونې په شمول پر يو شمېر موضوعاتو تمرکز وکړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای