د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د م م سرمنشي انتونيو ګوترېس د اګست په ۱۷مه نېټه له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې د ترهګريزو بريدونو له امله وژل شوو کسانو او د دوی د کورنيو اخلاقي ملاتړ وکړي.
په همدې ورځ د ژغورلو او د تروريزم قربانيانو د غږ په نوم د نندارتون پرانيستونکي مراسم په نيويارک کې د م م په مقر کې تر سره شول څو د اګست ۲۱مه نېټه د تروريزم قربانيانو د يادونې او ماتم لومړۍ نړيواله ورځ يادونه وکړه.
په م م کې د افغانستان دايمي استازي محمود صيقل په پرانيستونکو مراسمو کې وويل چې په دې وروستيو کلونو کې په افغانستان کې د ترهګريزو بريدونو له امله هر کال په منځنۍ توګه څه د پاسه ۱۰ زره تنه وژل کېږي او په کې يو پر درېيمه برخه ماشومان دي.د دې لپاره، افغانستان د تروريزم قربانيانو د يادونې او ماتم د نړيوالې ورځې د جوړېدو غوښتنه وکړه او د م م په عمومي اسامبله کې تر بحث وروسته تصويب شوه.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |