CRI Online

لي که چيانګ د افغانستان د خپلواکۍ د ملي ورځې په مناسبت د دغه هېواد د اجرائيه رئيس په عنوان د مبارکۍ پيغام واستاوه

cri     (GMT+08:00) 2018-08-19 16:25:39

د چين صدر اعظم لي که چيانګ د اګست په ۱۹مه نيټه د افغانستان اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله په عنوان د دغه هېواد د خپلواکۍ د ۹۹مې کليزې په مناسبت د مبارکۍ پيغام واستاوه.

صدر اعظم لي که چيانګ په خپل پيغام کې څرګنده کړه چې اوس مهال، افغانستان د انتقالي لېږد په مهم پړاو کې دی.زه باور لرم چې د ملي يووالي د حکومت تر مشرۍ لاندې افغانستان هرومرو ټولې ستونزې او ننګونې لېرې کولای او د هېواد د بيا ابادۍ په چارو کې پرمختګونه تر لاسه کولی شي.د چين حکومت له افغانستان سره د عنعنوي دوستانه اړيکو پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري.غواړم له تاسو سره ګډې هڅې وکړم څو په بېلا بېلو ساحو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ واقعي همکارۍ په پر له پسې توګه نوي پرمختګونه تر لاسه کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای