د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د اګست په ۱۸ مه نېټه وويل چې ترکيه به هېڅکله اقتصادي ګواښ ته سر ټيټ نه کړي.
نوموړي په همدې ورځ په پلازمينه انقره کې د ترکيې د عدالت او پرمختګ ګوند په کلنۍ ناسته کې وويل چې ځينې کسان غواړي د بنديزونو، د تبادلې ارزښت او د ګټو کچو په شمول د اقتصادي وسيلو له لاري پر ترکيې باندې فشارونه وارد کړي، خو ترکيه به هيڅکله اقتصادي ګواښونو ته سر ټيټ نه کړي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |