CRI Online

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني طالبانو ته درې مياشتنی مشروط اوربند اعلان کړ.

cri     (GMT+08:00) 2018-08-20 09:39:16

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، افغان خبري رسنيو د اګست په نولسمه نېټه خبر ورکړ، د دغه هېواد ولسمشر محمد اشرف غني په همدې ورځ طالبانو ته درې مياشتنی مشروط اوربند اعلان کړ.

د طلوع نيوز ويبپاڼې د خبر له مخې، ولسمشر غني د اګست د نولسمې نېټې په شپه په کابل کې دغه څرګندونې وکړې. نوموړي وويل، حکومت به په ځينو شرايطو له طالبانو سره اوربند وکړي. د دغه اوربند وخت به تر دريو مياشتو پورې دوام ولري او د طالبانو لخوا د منلو نه وروسته به اوربند د روانې مياشتې په شلمه نېټه شروع شي. تر اوسه طالبانو په دې اړه هيڅ غبرګون نه دی ښودلی.

همدارنګه، د افغانستان بېلا بېلو خواوو په همدې ورځ د دغه هېواد د خپلواکۍ د ۹۹مې کاليزې د لمانځنې لپاره رنګارنګ فعاليتونه تر سره کړل. ولسمشر غني په کابل کې د ملي دفاع وزارت په مقر کې د خپلواکۍ د يادګار پر څلي د ګلونو څادرونه وغوړول او د ملي سولې د ساتلو لپاره يې قربانيانو او شهيدانو ته درناوی او احترامات وړاندې کړل.

د افغانستان اجرايه رئيس عبدالله عبدالله، د ولسمشر د لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم او پخواني ولسمشر حامد کرزي په شمول افغان سياستوالو، لوړ پوړيو چارواکو او د نورو هېوادونو سفيرانو په ياد فعاليت کې ګډون درلود. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای