CRI Online

د پاکستان نوي صدراعظم خپلې سياسي لايحې اعلان کړې.

cri     (GMT+08:00) 2018-08-20 10:35:04

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان نوي صدراعظم عمران خان د اګست د نولسمې نېټې په شپه په يوه ټلويزيوني وينا کې د پاکستان د اقتصاد، ملکي ژوند، د فساد ضد مبارزې او اصلاحاتو په شمول د مطالبو په اړه خپلې سياسي مفکورې او لايحې اعلان کړې.

نوموړي وويل، چې اوسمهال د پاکستان اقتصاد د پخوا په پرتله لا له زياتو ستونزو سره مخامخ دی او ملي پورونه ډېر زيات دي، نو نوی حکومت به د مالياتو د اصلاحاتو، د صادراتو د پياوړتيا، له منځنيو او کوچنيو تصديو څخه د ملاتړ او د بهرنيو پانګونو د راجلبولو په شمول د يو لړ تدبيرونو په نيولو سره د اقتصادي پرمختګ هڅونه وکړي او د بهرنيو پورونو د اخيستلو تدبير به ونه نيسي.

د پاکستان په دننه کې د امنيت د يادونې په وخت کې يې وويل، چې ترهګري او افراطيت د پاکستان په وړاندې دوه لوی ګواښونه دي. هغه ژمنه وکړه چې د ملي امنيت د ساتلو او د ترهګرۍ پرضد د مبارزې لپاره قوي تدبيرونه به ونيسي.

د معلوماتو له مخې، عمران خان د اګست په اوولسمه نېټه د پاکستان په پارلماني ټاکنو کې د نوي صدراعظم په توګه انتخاب شو او په اتلسمه نېټه يې د لوړې مراسم تر سره کړل. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای