CRI Online

د ايران د بهرنيو چارو وزير: د ايران په وړاندې د امريکا عملي ډله د ايران واک نسکورول غواړي

cri     (GMT+08:00) 2018-08-20 10:42:14

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف د اګست په ۱۹مه نېټه په ټويټر کې وويل، چې د امريکا لخوا نوې جوړه شوې د ايران په وړاندې عملي ډله غواړي د کودتا له لارې د ايران اوسنی واک چپه او تر پښو لاندې کړي.

ظريف په ياد متن کې همدارنګه ويلي، چې ۶۵ کاله مخکې هم امريکا د خلکو لخوا ټاکل شوی محمد مصدق له واک څخه غورځولی و، اوس يوازې د يوې عملي ډلې په وسيله د فشار راوړلو، بې لارې کولو او ګونګوسو خپرولو له لارې تېر تاريخ يو ځل بيا تکرارول غواړي خو دا امکان بيا نه شته.

د مې په ۸مه نېټه د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې امريکا به د ايران د ذروي مسئلو له هراړخيز تړون څخه ووځي او پر ايران باندې به يو ځل بيا بنديزونه ولګوي.

د روانې مياشتې په ۱۶مه نېټه د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ايران په وړاندې د عملي ډلې د جوړولو اعلان وکړ چې د ايران په وړاندې د تدابيرو نيولو مسئوليت پر غاړه لري. د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو وويل، چې ياده ډله به د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له نورو څانګو سره همغږۍ نژدې او تضمين کړي تر څو د ايران په وړاندې د امريکا پاليسي پرمختګ ومومي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای