CRI Online

سپينه ماڼۍ بايد د امريکا د کور دننه اوازونه واوري او په ښه توګه دې د چين او امريکا ترمنځ د اقتصاد او سوداګرۍ ستونزې حل کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-08-20 13:37:11
سپينه ماڼۍ بايد د امريکا د کور دننه اوازونه واوري او په ښه توګه دې د چين او امريکا ترمنځ د اقتصاد او سوداګرۍ ستونزې حل کړي

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين او امريکا ترمنځ د اقتصاد او سوداګرۍ تر نوې دورې سلامشورې مخکې، د امريکا د نيويارک پوهنتون د اقتصادي او پولي چارو پروفيسرې او د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو په اړه کارپوهې ان لي زموږ راډيو له خبريال سره د مرکې په وخت کې دې ته اشاره وکړه چې د امريکا حکومت په کلکه توګه د چين په وړاندې سوداګريز جنجال رامنځته کړی او د دواړو هېوادونو ترمنځ په اقتصادي او سوداګريزو اړيکو کې د پېشنهاد خوا ټاکلې، دا ډېر خطرناک عملونه دي. د دې په اند، د امريکا د دغه سوداګريز جنجال بنسټيزه موخه د خپل سياسي او خوندي چارو لپاره خدمت کول دي. هغې وويل

((فکر کوم امريکا د چين په وړاندې سوداګريز جنجال رامنځته کول نه يوازې د سوداګريزې نابرابرۍ د ليرې کولو لپاره دي. د امريکا حکومت له چين څخه ډېرې بې دليله غوښتنې کړې او غواړي د چين لخوا تر ردېدو وروسته په دې پلمه نور تدبيرونه ونيسي. امريکا د سوداګريز جنجال په کارولو سره د چين په وړاندې لمسوونکي کړه وړه ترسره کړي، اخري موخه يې د خپلې سياسي او خوندي چارو لپاره خدمت کول دي. ))

مېرمن ان لي وويل، د امريکا حکومت د دولتي خونديتوب په پلمه د چين پر صادراتو تعرفه زياته کړه او په امريکا کې د چيني تصديو د پانګونو په وړاندې يې خنډونه جوړ کړي، دې سره د امريکا د سوداګراۍ برخې لخوا مخالفت کېږي. خو د سوداګرانو اواز د سپينې ماڼۍ پرېکړه نه شي بدلولی. هغې وويل

((د امريکا ډېرو شرکتونو او شخصي سوداګرانو د دغه سوداګريز جنجال له امله سخت زيانونه ليدلي دي او په امريکا کې د پانګونې او سوداګرۍ زمينه هم د خرابېدو په حال کې ده. خو د سوداګرۍ برخې غوښتنې د امريکا پر حکومت هېڅ اغېزه نه لري. امريکا په دې وروستيو ورځو کې د دولتي خونديتوب په پلمه يو لړ قانوني مقررات خپاره کړل او واقعي موخه يې په امريکا کې د سوداګرۍ اواز کنټرولول دي. ))

مېرمن ان لي په عين وخت کې وويل، د امريکا د علومو په برخه کې له دغه سوداګريز جنجال سره د مخالفت اواز هم شته، خو د دې هېواد په رسنيو کې ډېر لږ ليدل کېږي، نو په اغېزمنه توګه د خلکو لپاره لارښوونکي رول نه شي ترسره کولی. هغې وويل، د امريکا حکومت ځان ته د لومړيتوب په ورکولو ټينګار کوي، له څواړخيزم څخه يې لاس اخيستی او د يواړخيزم په لوري روانه ده. له بېلا بېلو هېوادونو سره په سوداګريزو اړيکو کې له ازادې سوداګرۍ څخه يې لاس اخيستی دی او د سوداګرۍ د ساتلو غوښتنې په لوري روانه ده. هغه او د امريکا ډېر کارپوهان په دې اړه اندېښمن دي. مېرمن ان لي وويل

(( اوس امريکا د يو لړ څواړخيزو نظامونو څخه ځان باسي او له خپلو ټولو اړوندو ژمنيو څخه سرغړونه کوي. له دغو څواړخيزو نظامونو څخه د امريکا د وتلو اصلي موخه نړيوال نظام بدلول دي. په واقعي توګه وايم چې د امريکا په کور دننه ډېر کسان د اوسني وضعيت په اړه اندېښمن دي، که امريکا پر اوسني لوري روانه وي، نو ښايي اقتصاد شا ته ولاړ شي او اقتصادي کمزورتيا رامنځته شي. اوس سوداګريز جنجال پر نړيوالې سوداګرۍ منفي اغېزه کړې او د امريکا په کور دننه د نيشنلېستۍ احساسات هم د پورته کېدو په حال کې دي. خو دا داسې ښکاري چې د امريکا حکومت نه غواړي په عاقلانه توګه جنجال ليرې او حل کړي، او پلان لري چې نړيوال پرمختګ په يو نوې چوکاټ کې محدود کړي. ))

مېرمن ان لي وويل، د امريکا د ځينو کارپوهانو په اند، که امريکا په دوامداره توګه نړيوال نظام ويجاړ کړي، نو په اخر کې به د انسانانو د ژوند بحران رامنځته شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای