CRI Online

ايټاليا کې د پل د نړېدو له پېښې وروسته؛ ژغورونکي کارونه پای ته رسېدلي او په دغه پېښه کې ۴۳ کسان مړه شوي دي.

cri     (GMT+08:00) 2018-08-20 14:35:44

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايټاليا په ګينوا کې د پل د نړيدو له پېښې وروسته؛ ژغورونکي کارونه د اګست په نولسمه نېټه پای ته ورسېدل او تائيد شوی چې په دغه پېښه کې ۴۳ کسان مړه شوي دي.

د ګينوا سيمه ييزې ادارې په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، دغه پېښه د روانې مياشتې په څوارلسمه نېټه وشوه چې له امله يې پر ايټاليانو سر بېره نور مړه شوي کسان په جلا جلا توګه د البانيا، کلمبيا، چيلي، فرانسې، جامايکا، رومانيااو پيرو اوسيدونکي وو. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای