CRI Online

په چين کې د بهرنيو پانګونو کيفيت لوړ او اندازې زياتې شوې دي او ولې چيني بازار دومره لويه جاذبه لري؟

cri     (GMT+08:00) 2018-08-20 16:14:39

د چين د سوداګرۍ وزارت د تازه شمېرنې له مخې، د سږ کال په لومړيو اوو مياشتو کې ۳۵۲۳۹نوې بهرنۍ تصدۍ په چين کې ثبت او جوړې شوې دي چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۹۹.۱٪ زيات شوی دی. په چين کې د بهرنيو پانګونو د رښتيني کارولو اندازه ۴۹۶ مليارډو او ۷۱۰ مليونو يوانو ته رسېدلې چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲.۳٪ زيات شوی دی. له يادې شمېرنې څخه څرګندېږي چې د جولای په مياشت کې ۵۶۴۸ نوې بهرنۍ تصدۍ په چين کې جوړې شوې چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۱۳.۱٪ زيات شوی دی. په دې مياشت کې په چين کې د بهرنيو پانګونو د رښتيني کارولو اندازه ۵۰ مليادو او ۴۲۰ مليونو يوانو ته رسېدلې چې دغه حجم د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۱۴.۹٪ زيات شوی دی.

د اندازې له لحاظه، په چين کې د بهرنيو پانګونو د راجلبولو حالاتو په ثابته توګه پرمختګ موندلی دی. لا مهم ټکی دا دی چې د بهرنيو پانګونو کيفيت هم ښه شوی دی چې پانګونې له دوديزو لږو اضافي ارزښتناکو ساحو څخه زياتو اضافي ارزښتناکو عصري تخنيکي او توليدي ساحو ته انتقال شوي دي.

د پانګونو د سرچينو له لحاظه، اسيايي اقتصادي ډلې د پرمختګ پر لور ټينګار کوي، بريټانيا د ۸۶.۱٪ د زياتوالي انډول په رڼا کې مخکښ مقام نيسي او په چين کې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو د پانګونو اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۹.۸٪ زياته شوې ده.

اوسمهال د امريکا لخوا د شروع شوې سوداګريزې جګړې او د نړيوال اقتصاد د پيچلو حالاتو په وړاندې، ولې چين د بهرنيو پانګونو د راجلبولو په برخه کې دومره ښه پايله تر لاسه کړې ده؟ لاملونه يې داسې دي:

لومړی: په چين کې د سوداګرۍ چاپيريال په پر له پسې توګه ښه شوی او پر پانګونو باندې محدوديت ورځ په ورځ کم شوي دي.

دوهم: چين هم د توليدي ځنځير په باره کې ځانګړی غوره والی لري او هم د نورو هېوادونو په پرتله لويه پيمانه لرونکي توليدي توان او بازار لپاره ښه امتيازونه لري چې په توليدي چارو کې له بهرنيو تصديو څخه پوره ملاتړ کولای شي.

درېيم: چين د ورخلاصون د پراخېدو په اړه ټينګ هوډ لري او رښتينی عمل کوي چې دا د سوداګرۍ ساتي غوښتنې د غښتليتوب په وړاندې ډېره ارزښتناکه او کمسارې ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای