CRI Online

د روسيې چارواکي: د دې هېواد د ګټو له نظره به د امريکا نويو بنديزونو ته غبرګون وښيي

cri     (GMT+08:00) 2018-08-21 10:02:14

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د ولسمشر مطبوعاتي منشي دميتري پيسکوف د اګست په ۲۰مه نېټه وويل، چې روسيه به د دې هېواد د ګټو له نظره د غبرګون په توګه پر امريکا باندې د نوي پړاو بنديزونه ولګوي.

تاس خبري اژانس په ۲۰مه نېټه د پيسکوف په حواله خبر ورکړ، چې روسيې پر دې هېواد باندې د امريکا د نويو بنديزونو څيړنه کړې ده او فکر لري چې د نړيوال قانون له نظره ياد تدابير غير دوستانه او غيرقانوني کړنې دي او اړوند محدوديت به نړيوال تجارت ته زيانونه ورسوي.

پيسکوف وويل، چې د روسيې ولسمشر پوتين غواړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ لپاره هڅه وکړي څو چې دغه اړيکې له اوسني خطر څخه ووزي. په نژدې راتلونکي کې به د روسيې د فيډرالي امنيتي غونډې منشي نيکولای پاتروشيف او د امريکا ولسمشر د دولتي امنيتي چارو مرستيال جون بولتون به په ژنيو کې سره ليدنه وکړي او د مهمو نړيوالو مسئلو په اړه بحث به وکړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای