CRI Online

د هند صدر اعظم غواړي چې له پاکستان سره اهميت لرونکی او رغنده اړيکې ټينګې کړي.

cri     (GMT+08:00) 2018-08-21 10:18:25

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د هند د بهرنيو چارو وزارت يو چارواکي د اګست په ۲۰مه نېټه د دې خبر پخلی وکړ چې د هند صدر اعظم نارندرا مودي د روانې مياشتې په ۱۸مه نېټه عمران خان ته يو پيغام واستاوه، د پاکستان د صدر اعظم په توګه د ده د ټاکنې له امله يې ور ته مبارکي وويله او هيله يې څرګنده کړه چې له پاکستان سره اهميت لرونکی او رغنده اړيکې ټينګې کړي.

مودي په پيغام کې وويل چې هند له پاکستان سره د نيکو ګاونډيتوب اړيکو د ټينګېدو په هڅه کې ده او غواړي چې دواړه خواوې له ترهګرۍ څخه د پاکې جنوبي اسيا د ابادۍ لپاره کوښښونه وکړي.

د ياد چارواکي په قول، مودي په خپل پيغام کې له عمران خان سره د وروستيو تليفوني خبرو يادونه هم وکړه. مودي د جولای په ۳۰مه نېټه له عمران خان سره تليفوني خبرې کړې وې او مبارکي يې ورکړې وه چې د عمران خان په مشرۍ ګوند د پاکستان په ملي پارلمان کې لومړی لوی ګوند ګرځېدلی و. دواړو خواوو موافقه وکړه چې د جنوبي اسيا د سولې، امنيت او سمسورتيا لپاره ګډ کوښښونه وکړي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای