د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان ولسمشر ممنون حسين د اګست په ۲۰مه نېټه د ولسمشرۍ ماڼۍ کې د نوې کابينې د لوړې مراسمو مشري وکړه چې په ترڅ کې يې ۱۶ وزيرانو لوړه وکړه.
په دغه کابينه کې ۱۶ وزيران او د صدر اعظم ۵ سلاکاران شامل دي. د پاکستان د اساسي قانون له مخې، ۱۶ وزيرانو د ولسمشر ممنون حسين او صدر اعظم عمران خان په شمول د لوړو چارواکيو په حضور سره په رسمي توګه لوړه وکړه او دندې يې پر غاړه واخيستې. د کابينې زياتره غړي د تحريک انصاف له ګوند څخه ټاکل شوي دي.
شاه محمود قريشي د بهرنيو چارو نوی وزير دی چې دا پر دغې څوکۍ د ده دوهم ځل ټاکنه ده. له ۲۰۰۸ کال نه تر ۲۰۱۱ کال پورې هغه د خلکو ګوند د واکمنۍ پر مهال هم د خارجه وزير په توګه ټاکل شوی و.
(سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |