د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ترکيې د انقرې ولايتي ادارې د اګست په ۲۰مه نېټه وويل، چې په ترکيه کې د امريکا پر سفارت د شوي بريد په تړاو د دې هېواد پوليسو دوه شکمن کسان نيولي دي.
د انقرې ولايتي ادارې په همدې ورځ په يوه خپره شوې اعلاميه کې ويلي، چې ياد دوه کسان د ترکيې اتباع دي چې په جلا جلا توګه په ۱۹۷۹ کال او ۱۹۸۰ کال کې زېږدېدلي دي. دوی دواړو پخوا هم جرمونه درلودل او د امريکا پر سفارت د بريد مسئوليت يې هم منلی دی. پوليسو د دوی نيولو په بهير کې توپکونه او موټرونه نيولي دي. اوس د دغو کسانو د هدف په اړه څېړنه روانې دي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |