CRI Online

په امريکا کې د نهه په لسم اقتصادي کارپوهانو په اند، د اضافي مالياتو لګول به د امريکا اقتصاد زيانمن کړي.

cri     (GMT+08:00) 2018-08-21 14:42:02

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د سوداګرۍ او اقتصاد ملي ټولنې د اګست په شلمه نېټه د يوې تازه پلټنې پايله خپره کړه چې له مخې يې د نهه په لسم اقتصادي کاپوهانو په اند پر وارداتي توليداتو د اضافي مالياتو لګول به د امريکا اقتصاد ته زيانونه ورسوي.

يادې ټولنې په همدې ورځ د ۲۵۱ اقتصادي کارپوهانو په شمول د اقتصادي تګلارو د نيم کلنې پلټنې راپور خپور کړ. د دغې ټولنې مرستيال کيوين سويفت وويل، چې د يو نوي سلنې اقتصادي کاپوهانو په اند، د امريکايي حکومت لخوا پر وارداتي توليداتو باندې لګول شوي اضافي ماليات او راتلونکي لګېدونکي اضافي ماليات به د امريکا اقتصاد ته سخت زيانونه ورسوي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای