د امريکا د سوداګريزو چارو استازنځي د اګست په ۲۱ مه نېټه پر ۲۰۰ مليارد ډالرو چيني توليداتو د اضافي ګمرکي مالياتو د لګولو په اړه د ګواهۍ اورولو د نوي پړاو علنی بهير پيل کړ. په دغه بهير کې به د امريکا لخوا د ګمرکي تعرفو د ټاکل کېدو په اړه وړانديزونه وشي او له ۱۰٪ څخه تر ۲۵ ٪ پورې د مالياتو کچې لوړتيا به هم تر غور لاندې ونيول شي.
په دغه بهير کې ډېرو ګډون کوونکو امريکايي تصديو او مسلکي سازمانونو په خپلو ليکلي شواهدو کې ويلي چې پر دومره زياتو چيني توليداتو د ګمرکي مالياتو د لګولو له امله به د امريکايي مشتريانو ورځنی لګښت لوړ شي او امريکايي تصدۍ به سختې زيانمنې شي، دوی د د چين او امريکا له حکومتونو څخه غوښتي چې په جدي توګه دې د سوداګريزو مسئلو په هکله خبرې اترې وکړي.
ياد بهير به شپږ ورځې دوام ولري او تر ۳۵۰ زياتې تصدۍ او د مسلکي سازمانونو استازي به پکې برخه واخلي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |