CRI Online

د م م سرمنشي د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت او د کوريا جمهوريت ترمنځ د بېلو شويو کورنيو د يو ځای کېدو فعاليت هرکلی وکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-08-21 14:50:36

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م سرمنشي ګوټريس د اګست په ۲۰مه نېټه د خپل وياند له لارې اعلاميه خپره کړه چې په همدې ورځ د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت او د کوريا جمهوريت ترمنځ د بېلو شويو کورنيو د يو ځای کېدو فعاليت هرکلی وکړ.

په ياده اعلاميه کې ويل شوي، چې ګوټريس هيله لري چې ياد فعاليت په عادي توګه تر سره شي چې نورو زياتو بېلو شويو کورنيو غړي وکولي سره وويني، بېلې کورنۍ په شخصي توګه هم يو له بل سره ليدنې کتنې کولی شي او له دې فعاليت وروسته سره تماسونه ساتلی شي.

په ياده اعلاميه کې دا هم ويل شوي، چې ګوټريس هيله لري چې د م م د عمومي اسامبلې د راتلونکي عادي بحث په ترڅ کې په دې اړه خبرې وکړي چې څنګه له بېلابېلو خواوو څخه د ديپلوماسۍ له لارې دايمي سوله او امنيت او د کوريا ټاپووزمې د اټومي وسله پوره او ډاډمنه پاکېدنه لا تر سره کړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای