CRI Online

د اسيا د اتلسمې دورې سپورټي لوبو تنظيموونکې کميټې مشر: د اسيا سپورټي لوبې نه يوازې سپورټي ستره غونډه ده، بلکې اسيا ته به سوله راوړي

cri     (GMT+08:00) 2018-08-21 16:59:49

د اسيا د اتلسمې دورې سپورټي لوبې د اګست په اتلسمه نېټه د اندونيزيا په جاکارتا کې پيل شولې. د دې دورې د تنظيموونکې کميټې مشر اېريک ټوخير د چين نړيوالې راډيو له خبريال سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، چې د اسيا سپورټي لوبې نه يوازې سپورټي ستره غونده ده، بلکې اسيا ته به سوله راوړي.

د اګست د اوولسمې نېټې په شپه د اسيا د اتلسمې دورې سپورټي لوبو مشال اندونيزيا ته ورسېد چې د اسيا د اتلسمې دورې سپورټي لوبو په ترڅ کې د اندونيزيا ملي کلتور صحنې د ښکارندويۍ ښودنه کوي. د اسيا د اتلسمې دورې سپورټي لوبو تنظيموونکې کميټې مشر د لوبو مشال تر لېږدولو وروسته د چين نړيوالې راډيو سره يوه ځانګړې مرکه ومنله.

د اسيا سپورټي لوبو په جوړېدو سره به اندونيزيا ته د څه ميراث ور کولو په هکله هغه وويل چې د لومړی لوی ميراث دا دی چې د اندونيزيا هېواد بې ساري وحدت لرونکی دی. هغه وويل:

د دې لوبو د چمتوالي کارونو يوازې دوه کلونه او درې مياشتې هڅه نېولې دي او د د دې لوبو د چمتوالي کارونه ډېر سخت وو. که د ټول هېواد ټولو وګړو همکارۍ نه وای کړې، دغه لوبې په دې بڼه نه شوای جوړېدلای.

د دغو لوبو د تر سره کولو لپاره د اسيا سپورټي لوبو تنظيموونکې کميټې د اندونيزيا ټول وړکسان کارولي. د مرکزي حکومت او ځايي حکومتونو ټولو پوهانو سره يو ځای خدمتونه کړي او د دوی موخه د دغو لوبو کوربتوب او په بريالۍ توګه تر سره شي.

په هره لويه سياليۍ کې تنظيموونکې کميټې تل هڅه کړې ترڅو خپل ملي کلتور نړۍ ته وړاندې کړي. نوموړي وويل:

دا لوبې نه يوازې د سپورټي سياليو يوه ستره صحنه ده، بلکې د اندونيزيا د رنګا رنګ کلتور ښودنه هم کوي او د ګڼ شمېر قومونو، ګڼ شمېر ټاپوګانو او ګڼ شمېر ژبو ځانګړي کلتور او شتمنو طبيعي سرچينو ښودنه کوي.

بر سېره پر دې، د اسيا سپورټي لوبو په جوړولو سره د اندونيزيا وګړو ته هم ښه رښتنې ګټې ورسولې شي. هغه وويل:

موږ دا کتلې چې د اسيا سپورټي لوبو د اندونيزيا اقتصادي پرمختګ ته ښه ګټه رسولې اوس دا ښکاره شوې چې، د اقتصادي پياوړتيا لپاره اغېزمن رول لري. سر بېره پر دې سلانيزې چارې به ور سره اوږد پرمختګ تر لاسه کړي.

په بله برخه کې د اسيا سپورټي لوبو لپاره د نوي جوړ شوي بنسټيز تأسيسات به وګړو ته ګټې ورسوي، لکه سپورټي جمنازيومونه، سرکونه، هوايي ډګر او تر ځمکې لاندې اورګاډي دي.

پر ځايي وخت د اګست د ۱۸ مې نېټې د ماسپښين په ۷ بجو د ۲۰۱۸ کال د ۱۸ مې دورې اسيايي سپورټي لوبو پرانيستونکي مراسم د اندونيزيا په جاکارتا کې تر سره شول، د چين د دولت رئيس د شي جين پينګ ځانګړې استازې او د چين مرستياله صدراعظمه سون چون لان په دغو پرانيستونکو مراسمو کې ګډون کړی دی.

د چين مرستياله صدراعظمه سون چون لان د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ځانګړې استازې په حيث په دغو لوبو کې ګډون کړی دی، دا د چين حکومت اسيايي سپورټي لوبو ته په درنه سترګه کتلو ښکارندويي کوي او چين هم د دې لوبو په جوړولو کې له اندونيزيا سره مرسته کړې ده چې د اسيا د اولمپيک لوبو شورا او د اندونيزيا حکومت په دې اړه د چين ستاينه او ور څخه يې مننه وکړه.

د ۲۰۱۸ کال د ۱۸ مې دورې اسيايي سپورټي لوبې د اګست له ۱۸ مې نېټې څخه د سپتمبر تر ۲مې نېټې پورې د اندونيزيا په جاکارتا او پاليمبانګ ښارونو کې تر سره شي او د ۲۰۲۲ کال د ۱۹مې دورې اسيايي سپورټي لوبې به د چين په هانګ جو ښار کې تر سره شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای