CRI Online

د امريکا د ماليې وزارت د روسيې پر ګڼ شمېر شرکتونو او شخصيتونو د بنديز لګولو اعلان وکړ.

cri     (GMT+08:00) 2018-08-22 09:04:40

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د ماليې وزارت د اګست په ۲۱مه نېټه د امريکا د بنديز لګولو له فرمان څخه د سرغړونې له امله د روسيې پر ګڼ شمېر شرکتونو او شخصيتونو د بنديز لګولو اعلان وکړ.

دغه وزارت په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره څرګنده کړه چې دوی به د روسيې پر دوو شرکتونو او دوو شخصيتونو باندې بنديزونه ولګوي. دغه وزارت د سختو انټرنيټي عملونو په وړاندې د قانون سره سم پر يادو شرکتونو او کسانو نيوکه وکړه چې د امريکا د بنديز په لېست کې د روسيې له يو شامل شرکت سره يې مرسته کړې ده.

د اړوندو قواعدو له مخې به په امريکا کې د يادو شرکتونو او شخصيتونو پانګې کنګل شي او د امريکا اتباع به ورسره سوداګري نه شي کولای. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای