CRI Online

د چين د لومړي امپراطور په هديره کې د عسکرو او اسونو مجسمو لومړی پيژندونکی

cri     (GMT+08:00) 2018-08-22 09:07:54


ښاغلی جاو کانګ مين د عسکرو مجاسمو د ترميمولو په حال کې

د چين د شان شی ولايت په لين تونګ ولسوالۍ کې د چين د لومړي امپراطور په هديره کې د عسکرو او اسونو مجسمو په موزيم کې د يدونکو ډيره ګڼه ګوڼه ده چې د يادو مجسمو پيدايښت د نړۍ له لويو عجايبو څخه شميرل کيږی . خو له بده مرغه د يادو مجسمو لومړی پيژندونکی جاو کانګ مين د تير مې په شپاړسمه نېټه په ۸۲ کلنۍ کې د تل لپاره سترګې پټې کړې . څلورڅلويښت کاله مخکې جاو کانګ مين لومړی د عسکرو او اسونو يادې مجسمې د لرغونو موادو په توګه وپيژندلې او ترميم کړې دي چې له امله دغه د انسانانو ستر کولتوري ميراث ساتل شوی دی .


د چين د لومړي امپراطور په هديره کې د عسکرو او اسونو  مجسمې په نړۍ کې له اتلو معجزو څخه دي

د نولس سوه څلور اوويايم کال د مارچ په وروستۍ لسيزه کې د لين تونګ ولسوالۍ په شی يانګ کلي کې چې د چين د لومړی امپراطور له مقبرې څخه يو نيم زره متره لېرې دی ، کليوالو د يوې څاه کيندلو پر مهال په ځمکه کې اته خټينې خرابې مجسمې ، خښتې ، ميسي ليندۍ او غشي پيدا کړل ، خو دوی دغه مجسمې و نه پيژندلې ، نو د ولسوالۍ موزيم ته يې زنګ وواهه . د موزيم د وخت مشر جاو کانګ مين په ټليفون کې دغه خبر واوريد ، سمدستي د بايسکل په وسيله کلي ته لاړ او تر پلټنې وروسته يې دا قضاوت وکړ چې دا د اصلي مقبرې په اړخ د ښخ شويو توکو يوه کنده ده . په دوهمه ورځ ښاغلي جاو دغه ټوټه ټوټه شوې مجسمې د ګاډۍ په وسيله موزيم ته يووړلې ، درې ورځې وروسته د عسکرو دوه مجسمې ترميم شوې چې ۱۷۸ سانتي متره لوړه ده او پوځي لباس يې اغوستی و .په هغه وخت کې ښاغلي جاو د سينهوا اژانس خبريال ته وويل چې دا د چين په سلسله کې د عسکرو خټينې مجسمې دي او په تاريخي کتابونو کې په دې هکله هيڅ يادونه نه ليدل کيږی . د کيندلو وضيعت له مخې دا د چين د لومړي امپراطور د مقبرې څنګ ته د ښخ شويو عسکرو مجسمو کنده ده . ورپسې د همدی کال په جون مياشت کې د لومړۍ کندې د کيندلو وروسته دوې نورې کندې هم پيدا شوې .له دې امله چې ښاغلي جاو لومړی د مجسمو د پيدايښت ځای ته تللی ، د خاصو مالوماتو په کارولو سره يې د مجسمو سمه پيژندنه کړې او ټوټه ټوټه شوې مجسمې يې راغونډې او ترميمې کړې دي ، نو ښاغلی جاو د عسکرو او اسونو مجسمو لومړی پيژندونکی بلل کيږي .

 

د خبر له مخې ښاغلي جاو نه يوازې د عسکرو او اسونو مجسمې لومړی پيژندونکی و ، بلکې د تانګ په سلسله کې د چينګ شان معبد تر ځمکې لاندې د ښخ شوې صندوقچې او د هوا چينګ په نوم د شاهي حمام د کيندلو دندې يې ترسره کړې دي.

درې نيمې مياشتې مخکې هغه هم د تانګ په سلسلې پورې د يوې ډبرينې کتيبې په پلټنه لګيا و او حتی له بستر کېدو يوه ورځ وړاندې يې هم د کتيبې متن وليکه څو د وروستۍ پلټنې لپاره مالومات راپاتې شي، خو له بده مرغه په دوهمه ورځ هغه د سږي په ناروغۍ له امله بستري شو. د لرغون پيژندونکو په اند دده وفات د شان شي ولايت د لرغون پيژندنې په ټولنه کې يوه لويه ضايعه ګڼل کيږي . پرته له دې نه دده وفات د بهرنيو رسنيو د توجه وړ ګرځېدلی دی . بريتانوي رسنيو د چين د لومړي امپراطور مقبرې د موزيم د مشر وو يونګ چی له خولې ويلي چې که جاو کانګ مين نه وای ، د عسکرو او اسونو مجسمې چې د نړۍ د اتمې لويې معجزې په نوم ياديږي ، معلومه نه وه چې څه وخت به پيدا شي . د امريکا انترنيت کارونکې ليشا ويلي چې دې چين ته سفر کړی او د عسکرو او اسونو مجسمو په ليدو ډيره حيرانه شوه چې دوه زره کاله مخکې ښخ شوې دي .

د هرې لويې لرغون پيژندنې تر شا بايد کارپوه لرغون پيژندونکي ولاړ وي، خو موږ يوازې پيدا شوي ښکلي هنري توکي پيژنو او پيدا کوونکي هيروو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای