CRI Online

د مصر ولسمشر د څه باندې ۲۳۰۰ بنديانو جرمونه بخښلي دي

cri     (GMT+08:00) 2018-08-22 09:38:51

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د مصر د کورنيو چارو وزارت د اګست په ۲۱مه نېټه په يوه خپره شوې اعلاميه کې ويلي، د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي په همدې ورځ د ۲۳۷۶ بنديانو جرمونه بخښلي دي.

په ياده اعلاميه کې ويل شوي چې د بخښل شويو بنديانو په ليست کې ۶۲۷ تنه د پورونو د ورکولو له تړون څخه د سر غړونې له امله بنديان شوي وو او اوس د دوی پورونه د يو صندوق، چې په ۲۰۱۴ کال کې د ولسمشر السيسي لخوا جوړ شوی، او د يو څو نورو ټولنيزو سازمانونو لخوا ورکول شوي دي.

په ياده اعلاميه کې دا هم ويل شوي، چې د نورو بنديانو د بخښلو شرايطو د کره کتلو لپاره د کورنيو چارو وزارت يوه ځانګړې کميټه جوړه کړې ده او په پای کې دا معلومه او تائيد شوې ده چې ۱۷۴۹ بنديان د بخښنې پر شرايطو باندې برابر دي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای