CRI Online

د امريکا خبري رسنيو د ۳۰۱ پلټنې په اړه د ګواهي اوريدلو ناستې ته پاملرنې کړې دي.

cri     (GMT+08:00) 2018-08-22 10:11:43

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ۲۰۰ مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت پر چيني توليداتو د اضافي ګمرکي مالياتو د لګولو په اړه د ګواهي اوريدلو شپږ ورځنۍ خلاصه ناسته چې د امريکا د سوداګريزو چارو استازنځي لخوا جوړه شوې، اوس هم روانه ده. دغه ناسته د بېلا بېلو خواوو د پاملرنې وړ ده. د امريکا خبري رسنيو خبر ورکړ چې د امريکا تصديو په جلا جلا توګه د اضافي ګمرکي مالياتو د لګولو په مناسبت خپلې اندېښنې څرګندې کړې او له حکومت څخه يې غوښتنه کړې چې ياد اضافي ګمرکي ماليات لغوه کړي.

د معلوماتو له مخې، د لوګيتيچ شرکت او د معلوماتي او مخابراتي توليدي کميټې په شمول ګڼ شمېر تصديو او اتحاديو د اګست په ۲۱مه نېټه په ياده ناسته کې ګډون کړی و. د فيټبيټ په نامه د امريکا د ځيرک لاسي ساعتونو جوړوونکي شرکت په دغه ناسته کې څرګنده کړې چې پر چيني توليداتو د اضافي ګمرکي مالياتو لګول به د امريکا په قلمرو کې د دغه شرکت د څيړنې او نوښت توان ته ډېر زيانونه ورسوي، د دغه شرکت د توليداتو د سيالۍ توان به کم کړي او په بازار کې به د نورو هېوادونو توليداتو ته زيات فرصتونه برابر کړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای