د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روانې مياشتې په يوويشتمه نېټه د امريکا د ويرجينيا ايالت محکمې د منصفه پلاوي د قضاوت له مخې د ټرمپ د انتخاباتې ډلې پخوانی مشر پاول مانافورټ باندې د لګول شوو تورونو څخه په اته جرمونو پړ وپېژندل شو. ټرمپ په همدې ورځ وويل چې د پاول مانافورټ جرمونه په انتخاباتو کې د روسيې د لاسوهنې سره هيڅ اړيکې نه لري او پيژندل شوې غير قانوني کړنې يې د ده سره هم هېڅ رابطه نه لري. د امريکا د رسنيو د خبرونو له مخې پر مانافورټ باندې مجموعا د مليونونو ډالرو په اړوند اتلس تورونه لګول شوي دي. د نورو لسو تورونو په هکله د منصفه پلاوي نظرونه ګډه موافقه نه ده تر لاسه شوې، نو قاضي د محاکمې پای بې نتيجې اعلان کړه.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |