د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګې لاوروف په دې وروستيو ورځو کې وويل، چې روسيه به په نژدې راتلونکې کې د افغان حکومت او د طالبانو د استازو ترمنځ د سولې اترې اترې ترتيب کړي، طالبانو د مسکو د سولې خبرو اترو بلنه منلې ده.
نوموړي د اګست په ۲۱مه نېته د روسيې په سوچي ښار کې په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې روسيې افغان حکومت او طالبانو ته په مسکو کې د افغانستان د سولې خبرو اترو په اړه بلنه ورکړې. دواړو خواوو مثبت غبرګون ښودلی او د استازو له ليږلو سره يې موافقه کړې ده.
د روسيې د خبري رسنيو د خبر له مخې، د افغان حکومت استازي به د سپتمبر په ۴مه نېټه په مسکو کې د طالبانو له استازو سره خبرې اترې وکړي چې په عمده توګه به په افغانستان کې د اوربند په اړه بحثونه وکړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |