CRI Online

د چين د کرهنيزو تخنيکونو په کارولو سره د ورېښمو لارې پر غاړه د پرتو هېوادونو زراعتي وده پياوړې شوې

cri     (GMT+08:00) 2018-08-22 15:29:32

په دې وروستيو کلونو کې د چين د اصلاح شويو غنمو او شولو د کارلو تخنيکونه د پاکستان او بنګلادېش په شمول د يو کمربند او يوې لارې پر غاړه پرتو هېوادونو کې مروج شوي دي. د جونګ هوا په نوم چيني تصدۍ وايي چې دوی به د چين او دغو هېوادونو د زراعتي ادارو ترمنځ همکارۍ وهڅوي، د چين پرمختللو زراعتي تخيکونو ته به ترويج ورکړي او د دغو هېوادونو له زراعتي پرمختګ سره به مرسته وکړي.

اوس په چين کې د نويو تخنيکونو له لارې کرل شوي غنم د پخوانيو ډولونو په پرتله ډېر ښه دي چې حاصلات يې ښه دي، د چينجي وهنې، سوګ وهنې او وچکالۍ ضد وړتياوې يې لوړې دي او د کرلو وړ ځمکې يې هم زياتې دي.

په دې وجه د چين اصلاح شوي غنم بهرنيو هېوادونو ته ور وپېژندل شول. د چين د جونګ هوا ګروپ د اصلاح شويو غنمو د کرنيزو چارو انحصاري شرکت منيجر چن جاو بو پدې اړه وويل:

((د يو کمربند او يوې لارې پر غاړه د جنوبي اسيا او منځنۍ اسيا په هېوادونو کې مثلاً پاکستان، بنګلادېش ، ازبکستان او داسې نورو هېوادونو کې مو په ګډې همکارۍ سره په ازمويښتي توګه غنم کرلي دي. په پاکستان کې مو د دغو غنمو ښه حاصلات ترلاسه کړي،د ځايي حکومت او اړوندو ادارو لخوا وستايل شول او بازار ته مو د وړاندې کولو شرايط هم په ابتدايي شکل وړاندې کړي دي.))

د پاکستان خلک غنم ډېر خوري او په ۴۰٪ ځمکو کې يېغنم کرل کيږي، خو خاصلات يې کم دي. د پاکستان حکومت غواړي په دې هېواد کې د چين اصلاح شوي غنم وکري. ياد چيني شرکت په ۲۰۱۴ کال کې د پاکستان د ګارډ زراعتي څېړنې او خدمت له انحصاري شرکت په نوم له شرکت سره د سوداګريزو همکاريو لس کلن تړون لاسليک کړ چې له مخې يې په پاکستان کې د چين د اصلاح شويو غنمو بازار پراخوي.

د ياد چيني شرکت منيجر چن جاو بو وايي، په دې وروستيو کلونو کې مو پاکستان ته کابو ۱۵۰ کارپوهان ليږلي او په پاکستان کې يې له ځايي تصديو سره مرسته کړې او د چين د اصلاح شويو غنمو کرلو لارې چارې يې ځايي بزګرانو ته ورپېژندلي چې له دې سره يې د چين د دا ډول غنمو د کرلو پرمختللي تخنيکونه مروج کړي دي. د ياد چيني شرکت د علمي تخنيکونو د څېړنې ادارې منيجر جانګ شنګ چوان وايي، په پاکستان کې د چين د اصلاح شويو غنمو ښه حاصلات ترلاسه شوي، دغه راز دوی د پاکستان د اقليم له مشخصاتو سره سم د غنمو د کرلو مناسب تخنيکونه هم نوښت کړي دي.

((په دې وروستيو کلونو کې د علمي او تخنيکي همکارۍ په رڼا کې د پاکستان کرنيزو او علمي ټولنو د چين د اصلاح شويو غنمو د کرلو تخنيکونه لوړ وستايل او د دغه ډول غنمو کرکيله يې په پاکستان کې د غنمو د توليدي اندازې د لوړولو د ستراتېژۍ په توګه وټاکله.))

ايا په حقيقت کې هم د چين اصلاح شوي غنم ښه دي؟ په دې اړه تر ټولو وړاندې پاکستاني بزګر د نظر څرګندولو حق لري. د پېښور د ريګي کلي بزګر فريدلله وويل:

((اصلاح شوي غنم مې کرلي او درک کړې مې ده چې د دغه ډول غنمو توليدي اندازه د پخواني ډول په پرتله لږترلږه يو برابر زياته شوې او له دې سره مې عايدات هم يو برابر زيات شوي دي. زه پدې ډېر خوشحاله شوم ځکه چې خپل بچيان ښوونځي ته ليږلی شم.))

سره بيره پردې د چين اصلاح شوې شولې هم د يو کمربند او يوې لارې پر غاړه پرتو هېوادونو ته وريېژندل شوې دي. کرنه د دغو هېوادونو د اقتصادي ودې مهم بنسټ دی او له چين سره د کرهنيزو همکاريو پراختيا د دغو هېوادونو يوه ګډه هيله ده. جونګ هوا ګروپ وايي چې د چين د يوې لويې دولتي تصدۍ په توګه، دوی به د چين او د يو کمربند او يوې لارې پر غاړه پرتو هېوادونو د کرهنيزو همکاريو لپاره هڅه وکړي، د چين پرمختللي کرهنيز تخنيکونه به مروج کړي او د دغو هېوادونو له کرهنيزې ودې سره به مرستې وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای